د کلیو او پراختیا وزارت په دروازه کې ځانمرګی برید شوی

د کابل پولیس وایی، چې د دار الامان په سیمه کې د کلیو او پراختیا وزارت په دروازه کې یوه ځانمرګی برید کوونکی ځان الوزولی دی، چې له امله یې لږترلږه دولس تنه وژل شوی او ۳۱ نور ټپیان شوی دی.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزی وایی، چې دا ځانمرګی برید یوه بجه د کلیو او پراختیا وزارت په دروازه کې شوی دی.

حشمت ستانکزی وویل” پدې پېښه کې پنځلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او امکان لری، چې د مرګ ژوبلې شمیره زیاته شی”.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مجروح ویلی، چې پدې ځانمرګی برید کې دولس تنه وژل شوی او ۳۱ ټپیان دی.

د عبدالناصر په نوم ددې وزارت یوه کارکوونکی وویل چې دا ځانمرګی برید پداسې وخت کې وشو، چې د وزارت کارکوونکی له وزارت نه د وتلو په حال کې وو او په وژل شوو کې د وزارت ښځینه کارکوونکې هم شاملې دی.

ددې وزارت د کارکوونکی په ویناء پدې پېښه کې تر لسو زیات وژل شوی دی.

د کلیو پراختیا وزارت ترڅنګ نورې دولتی ادارې هم شته.

په روژه کې یوه بجه دولتی کارکوونکی له خپلو دفترونو رخصتیږی.

ستا نظر ولیکی